-
زه نورې پوښتنې لرم …
-
زه کوم کار حقوق لرم؟
0:00/که ته په اتریش کې کار کوې، ته حقوق لرې. دا حقوق حتی هغه وخت هم پلي کیږي که ته پرته له اسنادو (د اقامت اجازه یا د کار اجازه) کار کوې. ځینې خلک دې ته ” تور کار” (Schwarzarbeit) یا ” چل” (Pfusch) وایي.
د ګمارل شوي کار (د کارکوونکي) حقوق په قوانینو او ټولیزو تړونونو (Kollektivverträge) کې تنظیم شوي دي (= د کار بېلابېلو څانګولپاره تړونونه).
ستا د حقوقو یوه برخه دا ده:
- د دندې د څانګې لږ تر لږه معاش (لکه د ودانیو په پروژو، پاک کاریو، یا په رستورانتونو کې)، چیرې چې ته کار کوې
- په ډیرو څانګو کې د رخصتۍ پیسې او د کرسمس پیسې
- انسان د کرامت وړ کاري شرایط:
د اعظمي کاري ساعتونه ، وقفې او د آرام وختونه ، د کار په ځای کې امنیت - ټولنیز بیمې لپاره راجستری شن
-
د “رخصتۍ پیسې” او “کرسمس پیسې” څه دي؟(Urlaubsgeld, Weihnachtsgeld)
0:00/په اتریش کې په ډیرو څانګو کې (لکه د ودانیو پروژې، پاک کاري، یا په رستورانتونو کې) ته ۱۳ او ۱۴ معاش ترلاسه کوې. دې ته “رخصتۍ پیسې” (Urlaubsgeld) او “کرسمس پیسې” (Weihnachtsgeld) ویل کیږي.
آیا ته دې پیسو ته حق لرې او څومره پیسې ترلاسه کوې، دا د ستا په ټولیز تړون (Kollektivvertrag) یا لږ تر لږه معاش (Mindestlohntarif) په تعرفه کې لیکل شوي.
-
زه څنګه ټولنیز بیمې ته لاسرسی لرم؟
0:00/که ته د یو کارکوونکي په توګه کار کوې، ستا رئیس باید تا په ټولنیز بیمه کې ثبت کړي.
بیا ته د روغتیا، حادثې او تقاعد بیمه لرې، او تا ته به یوه E-Card درکړل شي. دا معنی لري چې ته د طبي خدماتو حق لرې. سربېره پر دې، ته د تقاعد او بېکارۍ بیمه لرې.
مهم:
یوازې د ټولنیز بیمې راجستریشن ستا لپاره د کار اجازه نه معنی لري. ستا رئیس باید اضافي ډول د کار اجازه (Beschäftigungsbewilligung) تر لاسه کړي!
-
زما رئیس څه نشي کولی؟
0:00/ځینې کارونه شته چې ځینې رئیسان یې له تا غواړي، خو هغه ممنوع دي.
د بېلګې په توګه:
- ته په یوه اوونۍ کې ۷ ورځې پرته له استراحت کار کوې.
- ته په یوه ورځ کې تر ۱۲ ساعتونو زیات کار کوې.
- ته په یوه اوونۍ کې تر ۶۰ ساعتونو زیات کار کوې.
- ته اکثره تر هغو ساعتونو زیات کار کوې، چې په ستا کاري قرارداد یا ستا د کار په اجازه کې دي.
- ته خطرناکه کارونه پرته له محافظتي وسایلو کوې.
- ستا رئیس تا ته د هغو ساعتونو پیسې نه درکوي، چې تا کار کړی دی.
- ستا رئیس غواړي چې ته غلط ساعتونو لیست وړاندې کړې.
- ستا رئیس مرسته نه درسره کوي که ته د کار په ځای کې له یوې حادثې سره مخ شې.
- ستا رئیس تا ته سپکې خبرې کوي یا د ستا د اصل، جنسیت یا مذهب په اړه ناوړه خبرې کوي.
- ستا رئیس تا ته ګواښ کوي یا تا وهي یا بله د تاوتریخوالي بڼه کاروي.
- ستا رئیس تا ته د کور پرېښودلو اجازه نه درکوي، یا تا بندیانوي.
- ستا رئیس ستا پاسپورت یا شناختي کارت اخلي.
-
د “کار په ځای کې امنیت” څه معنی لري؟
0:00/که ته خطرناک کار کوې، ستا رئیس د ستا د امنیت لپاره مسؤل دی. د بیلګې په توګه، باید ستا لپاره خولۍ، دستکشې یا د ساه اخیستلو ماسک شتون ولري.
که ته د کار په ځای کې له کومې پېښې سره مخ شې، ستا رئیس باید تا ته مرسته وکړي. د بیلګې په توګه، امبولانس ته زنګ ووهي.
مهم:
هغه خلک چې د اقامت اسناد یا د روغتیا بیمه نه لري، د دوی لپاره وړیا او بې نومه کلینیکونه یا طبي مرسته او روغتیایي خدمات شتون لري.
-
زه څنګه کولی شم خپل کاري حقونه ترلاسه کړم؟
0:00/که په کار کې ستونزې لرې او غواړې د دې پر وړاندې څه وکړې، باید خپل کاري اړیکې مستند کړې. دا به تا سره مرسته وکړي چې خپل حقونه ترلاسه کړې.
مهم:
هر څه ولیکه یا انځور یې واخله
- ستا کار ګمارونکی څوک و یا دی؟ (نوم، پته، تلیفون شمېره، ګرځنده شمېره، بریښنالیک پته)
- چا تا ته لارښوونې کولې؟
- د کار اړیکه څنګه رامنځته شوې؟
- ته څنګه دې کار ته رسیدلی یې؟
- چیرته دې کار کاوه؟ (پتې چې چیرته دې کار کړی)
- کله او څو ساعتونه دې کار کړی؟
- کله دې وقفه کړې؟
- تا څه کار کړی؟
- څومره معاش ټاکل شوی و؟
- تا څومره معاش ترلاسه کړی؟
- څو ساعتونه ټاکل شوي و؟
- آیا په کار کې نور همکاران لرې چې ورته ستونزه لري؟
شواهد راټول کړه
- د ساعتونو لیستونه له ستا د کاري وختونو او وقفې سره
- د همکارانو نومونه او ګرځنده شمېرې او د شاهدانو نومونه چې تا په کار کې لیدلي
- د کار ځای عکسونه یا ویډیوګانې، په کار کې سیلفي
- د ستا د رئیس د SMS یا چیټ پیغامونو سکرین شاټونه
- ټول لیکلي تړونونه (لکه کاري امرونه، دندې جدولونه …)
- له رئیس سره د شفاهي تړونونو یاداښتونه
ژر عمل وکړه
که ته خپل معاش نه یې ترلاسه کړی یا بشپړ نه دې ترلاسه کړی، نو باید ژر اقدام وکړې. ډېر لږ وخت شتون لري چې د معاش غوښتنه وکړې. ډېر وخت یوازې ۳ میاشتې وي. دې وخت ته “د زوال موده” (Verfallsfrist) ویل کیږي.
مهم:
که ستونزه له ۳ میاشتو نه زیاته شوې وي، بیا هم کولی شې چې زموږ مشورې ته راشې. موږ به ستا حالت په تفصیل سره وګورو.
که ته یادښتونه او شواهد لرې، نو لطفاً هغه له ځان سره راوړه. په UNDOK مشوره کې به موږ بحث وکړو چې کومې لارې چارې لرې ترڅو خپلو حقونو ته ورسېږې. موږ به تا ملاتړ وکړو!
-
(Mindestlohn)څه شی دی؟
0:00/ستا رئیس باید تا ته لږ تر لږه معاش (Mindestlohn) درکړي. لږ تر لږه معاش هغه ټیټه پیسې دي چې ورکول یې اجازه ده. د لږ تر لږه معاش اندازه د هغې څانګې او کار پورې اړه لري چې ته یې کوې.
مهم:
ته باید لږ تر لږه معاش ترلاسه کړې، حتی که ته پرته له اسنادو کار کوې!
-
د زیات وخت کار پیسېاو د رخصتیو لپاره اضافي پیسې (Überstundenzuschläge und Zuschläge für Feiertage) څه دي؟
0:00/که ته له ټاکلي وخت زیات کار کوې یا په یکشنبې یا رخصتیو کې کار کوې، په ډیرو څانګو کې (لکه د ودانیو پروژې، پاک کاري، یا په رستورانتونو کې) تا ته اضافي پیسې درکول کیږي.
-
زما لپاره د وقفې او آرام وختونه څه دي؟
0:00/د کارکوونکو لپاره اعظمي کاري وختونه شتون لري، او دې لپاره قانون شته. په اتریش کې دا د ورځې ۱۲ ساعته او په اونۍ کې ۶۰ ساعته دی چې په کې د زیات وخت کار هم شامل دی.
خو: دا ستا معمولي دوامداره کاري وخت نه شي کېدای. دا معنی لري چې ته باید تل دومره ساعتونه کار ونه کړې.
له ۶ ساعتونو وروسته باید ته لږ تر لږه ۳۰ دقیقې وقفه ولرې. په اونۍ کې یو ځل باید ته ۳۶ ساعته وقفه (آرام وخت) ولرې. د دوه کاري ورځو تر منځ، په ډیرو څانګو کې (لکه په ودانیو، پاک کاري یا رستورانتونو کې)، باید لږ تر لږه ۱۱ ساعته فاصله وي. دې ته د آرام وخت (Ruhezeiten) ویل کیږي. -
د “ګوښه کېدومهلت”(Kündigungsfrist) څه ده؟
0:00/که ته له دندې ګوښه شوې، لږ تر لږه ۶ اونۍ د ګوښه کېدو مهلت شتون لري. که ستا رئیس دې مودې ته درناوی ونه کړي، ته پیسې ترلاسه کوې. دې ته د “د ګوښه کېدود خسارې جبران” (Kündigungsentschädigung) ویل کیږي.
مهم:
ګوښه کېدل اوبر طرفي (Kündigung und Entlassung) یو شان نه دي! بر طرفی پرته له مودې امکان لري. د بیلګې په توګه، که ته په کار کې یوه جدي تېروتنه کړې وې.